په هرات ولایت کې د (۳۰) بېلابېلو پراختيايي پروژو د جوړولو چارې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۴:۳۰
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي لخوا د هرات ولايت په (۱۰) ولسواليو کې د شاخوا (۲.۷) ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د(۳۰) بېلابېلو پراختيايي پروژو د جوړولو چارې د يوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.

په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير صاحب او مل پلاوي د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي عبدالسلام هجرت،یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو پروژو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسواليو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS