په هرات ولایت کې د کلیوالي بازار نندارتون جوړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۹:۳۷
نمایشگاه بازار روستایی در ولایت هرات گشایش یافت

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د کرونایې حالت په ښه کېدو او دکوید ۱۹ وایروس د لومړۍ څپې په راکمېدو سره د «د کلیوالي بازار» تر نوم لاندې په هرات ولایت کې یو نندارتون جوړ کړ.

دا نندارتون د پنجشنبې په ورځ د پوهنې وزارت وزیرې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا او د ښځو چارو د ریاستونو د استازو، مدني فعالانو، رسنیو او د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو پر وړاندې د هرات ولایت د ترقۍ په پارک کې پرانیستل شو، چې د پروګرام ۶۰ تنه ګټه اخیستونکو له هرات، غور، بادغیس او فراه ولایتونو څخه په دې نندراتون کې خپل لاسي تولیدات نندارې او پلورنې ته وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون د کرونا وایروس د لومړۍ څپې نه وروسته لومړنی نندارتون دی، چې په سیمه ییزه کچه جوړ شو او تر دوه راتلونکو ورځو به په هرات ولایت کې روان وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS