په نورستان کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د یونیسیف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ په همشوزکلي کې د ۳.۳ میلونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، ددې پروژې په ترڅ کې ۲۹۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې د همشوز کلي ۴۲۰ کورنیو، ښوونځي او کلینیک د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړ.
