په نورستان لایت کې د کانکریټي سړک د پروژې کار ۴۰ سلنه مخ ته تللی
د نږدې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان په مرکز پارون کې د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۵۱۰ متره کانکریټي سړک د پروژې کار ۴۰ سلنه مخ ته تللی چې په ټاکلې موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۸۷۴۳ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۲۳۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې ګټې اخیستنې ته د دغې پروژې پر سپارل کیدو به د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ ستونزه تر ډیره له منځه ولاړه شي.
