په ننګرهار کې ۴۷۵ زده کونکو ته درسي چاپېریال برابر شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۰:۴۸
په ننګرهار کې ۴۷۵ زده کونکو ته درسي چاپېریال برابر شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ مندرخېلو کلي ښوونځي ته د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت وداني جوړه او د زده کونکو په واک کې ورکړل شوه. دغه وداني ۸ درسي ، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه، د څښاک اوبو څاه او د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي احاطه هم لري

. د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۸۷۶ کاري ورځې هم برابرې شوې. په چپرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې ۴۱ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي، چې د یادې ولسوالۍ ۹۵۰۰ زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS