په ننګرهار کې ۱۰۵۰ زده کوونکو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۹:۱۳
په ننګرهار کې ۱۰۵۰ زده کوونکو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌ الصحې پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ اړوند په کټه‌پور لېسه کې د ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښلو د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې ورسره ددغې لېسې د (۱۰۵۰) نارینه او ښځینه زده‌کوونکیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې چینې او دوو زرمو جوړول او له چینې څخه تر ښوونځي پورې د یو کلیومتر شبکې غځول او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره ۹۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS