په ننګرهار کې شاوخوا ۴۵۰ کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۱:۸
ننگرهار

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په لګښت سره چې د دولت له بودجې نه د ماليې وزارت لخوا ورکړل شوې، د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ په نوي نيازمحمد کلي کې د اوبو رسولو يوه لمريزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو دغه شبکه چې په تکميلېدو سره يې د څه باندې ۴۵۰ کورنيو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې د يادونې وړه ده چې د دغې شبکې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې هم ايجاد کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS