په ننګرهار کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ کیلو متره فرعي سړک جوړ شو

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۴:۵۴
په ننګرهار کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ کیلو متره فرعي سړک جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند د د يګانو کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ کیلو مترو په اوږودوالي او د ۴ متره په پلنوالي یوه سړک د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه سړک د یو نیم متر په لوړوالي، ۶۰۰ متره استنادي دېوال لري او ۵ پلګوټې هم پکې شامل دي چې په جوړېدو سره يې ۴۳۰ کورنيو ته د تګ راتګ آسانتیا برابره شوه، او د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۵۴۰۰ کاري ورځې برابرې شوې.

د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو ۱۷۷ پروژې منظور شويدي، چې په ترڅ کې يې ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۷۶۳۸۷۴ کاري ورځې برابریږي او پر دغو پروژو ۴۱۲۳۳۶۶۶۶ افغانۍ لګښت راځي، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ورکول کېږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS