په ننګرهار کې د ۳۹۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۴:۲۳
په ننګرهار کې د ۳۹۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د سُرخ رود ولسوالۍ په شیخ مصري احمد زايي کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې پروژې د جوړولو په چارو کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې کانکریټي زیرمې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۳۰ لمریزو تختو سولرونو ، ۲۰۰۰ مترې اوږدې د پایپونو د شبکې او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو د دغې پروژې چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره څه باندې ۲۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS