په ننګرهار کې د ۳۷۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د اوبو ۱۵ څاهګانې چې په لاسي بمبو هم سمبال وې، جوړې او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شویو څاهګانو په جوړېدو سره د څه باندې ۳۷۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د څاه ګانو د جوړولو دغه پروژه د شمال نظرګل د پرمختیايي شورا لخوا تطبیق شوه او د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۳۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.
