په ننګرهار کې د ۳۷،۸ میلونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۰:۵۸
ننگرهار

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل او بهسودو ولسوالۍ د زنګویي سیمې د پشتون اباد پرمختیایی شورا ترمنځ د ۳۷،۸ میلونه افغانیو په ارزښت چې لس سلنه یې ولسي ونډه ده د ۱۲۸۱ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه استنادي دیوال په درې برخو کې چې لومړۍ برخه یی ۴۴۵ متره ، دویمه برخه یې ۳۷۵متره او دریمه برخه یې ۴۶۱ متره اوږدوالی لري جوړیږي چې د جوړیدو چارې به یی په یوه کال کې بشپړې شي.
ددې دیوال په جوړیدو سره په سلګونو کورونه او یوه اندازه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS