په ننګرهار کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۳:۳۵
په ننګرهار کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په هِندراني سیمه کې د ۳.۸ میلیونه افغانیوپه لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله، چې ورسره د شاوخوا ۳۲۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې او سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول او د ۲۰ لمریز و تختو (سولرونو)، څه باندې ۳۳۰۰ متره اوږدې شبکې او ۱۳۰ مېترونو نصبول شامل وو.

د یادونې وړ ده چې ددغې شبکې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS