په ننګرهار کې د (۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت سره د اوبو او حفظ‌ الصحوي آسانتیاوو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۱:۹
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌ الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د لعل‌پورې ولسوالۍ په کلینیک کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ‌ الصحوي آسانتیاوو یوه پروژه تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د څښلو د اوبو د یوې لمریزي شبکې، څلورو عصري تشنابونو، یو سېپټیک څاه ، یوې فلزي زیرمې جوړول ، د نجونو او هلکانو په دوو بېلا بېلو ښوونځیو کې د دووزیرمو جوړول او د نورو اړینو وسایلو نصبول شامل و.

د یادې شوې پروژې په تکمیلیدو سره، د لعل‌پورې ولسوالۍ د کلینیک د مراجعینو او کار کوونکو، د هلکانو او نجونو د دوو ښوونځیو چې په ترتیب سره (۲۰۰۰) او (۴۰۰) زده‌کوونکي لري، د څښلو پاکې اوبه او حفظ‌ الصحوي آسانتیاوې برابرې شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره (۱۶۰۰) کاري ورځې هم برابرې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS