په ننګرهار کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۵ کورنیو لپاره د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۸:۴۷
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۲۵ خانواده در ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د شیروم کلا اوسیدونکو لپاره د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو شبکه جوړه شوه.

دغې شبکې د ۹ نلکیو له لارې د سیمې ۱۲۵ کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې کړې چې د لمریزې برېښنا په مټ ۲۵ زره لېتره د اوبو زېرمه هم لري.

ددې پروژې د رغنيزو چارو په جریان کې ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۱۸۷۹ کاري ورځې هم برابرې شوې.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې په بیلابیلو سکټورونو کې ۷۸ پروژې پلي کیږي، چې د سیمه والو ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS