په ننګرهار کې د ۱۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دیوه استنادي دیوال هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا پروګرام له بودیجې څخه د ۱۲،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د پچیراګام ولسوالۍ د سرې کلا میاګانو شورا ترمنځ د پچیراګام ولسوالۍ د سرې کلا میاګانو په سیمه کې د یوه سربند او د ۵۱۸ متره استنادي دیوال هوکړه لیک لاسلیک شو.
چې نږدې ۳۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو ته د خړوبولو اسانتیا برابروي، او دغه راز لسګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه ژغوري.
ددې دیوال او سربند په جوړیدو سره به دځایي خلکو د ځمکو په کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړزیاتوالی راشي.
