په ننګرهار کې د یوه کلیوالي سړک او ویالو د جوړیدو کارروان دې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهي پروګرام (MCCG) له لوري د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په بره چینې کلي کې د۶۰۰ متره په اوږدوالي دیوه سړک او ويالو د جوړېدو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.
ددې پروژې په بشپړیدو سره ۹۲ کاریګرو ته ۳۶۸۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي او د۲۶۳ کورنیو ستونزې به هوارې شي.
