په ننګرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختیايي شورا له لوري د کرونا ويروس په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د کليو بيارغونې او پراختياوزارت دولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او دعامې روغتیا وزارت په مرسته د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ د بانډو کلي د پراختيايي شورا کليدي غړيو او کليوالو ته د کرونا ويروس د خطراتو، له دې ویروس څخه د ځان ساتنې او د ويروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو. ديادو شوراګانو غړيو او کليوالو د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په خپله برخه کې د کرونا د مخنيوي په اړه خپل مسئوليت ادا کړي.
