په ننګرهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د اوبو رسولو او روغتیاساتنې پروګرام RU_Watsip له لوري د بټی کوټ ولسوالۍ شینواري کلا سیمه کې د کوچیانو لپاره د اوبو رسولو د شبکې چارې نږدې ۳۰٪ بشپړې شوې دي اودغه راز ددې شبکې لپاره د کیندل شوې څاه پمپ ټیسټ ترسره شو.
د اوبو رسولو دا شبکه د کلیو پراختیا وزارت له لوري د مالیې وزارت له بودیجی څخه د ۱،۸ میلونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې یوه څاه ، احاطه او د اوبو زیرمه لري چې له زیرمې سره ۶ نښلول شوې نلکۍ هم ددې پروژې یوه برخه ده.
