په ننګرهار ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۵۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د خوګياڼو، روداتو،  پچيراګام ولسواليو په نویو کمپونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د څښاک پاکو  اوبو رسولو (۹) شبکو د جوړولو او په سرخرود او بهسودو  ولسواليو کې د اوبو رسولو (۲۰) شبکو او (۵۰) څاګانو د ترميم چارې د  شاوخوا (۱) ميليون امريکايې ډالرو په لګښت د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پیل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب، مل پلاوي، د ننګرهار ولایت والي الحاج ملا ګل محمد اخند،  د دغه ولایت د عامې روغتيا رئیس مولوي امين الله شريف، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي قسمت الله مبارز، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې وزیر صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: دا زموږ اراده ده چې ټولو هغو خلکو ته چې هېواد ته بیرته راستانه شوي دي او د پاکو اوبو نشتوالي سره مخ دي د خپلو امکاناتو په کتو سره به د څښاک پاکو اوبو زمينه برابره کړو.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړیو کمپونو زرګونه تنه کډوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS