په ننګرهار ولایت کې د کانکړیټي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په خُرم کلي کې د کانکریټي سړک د پروژې کار په دریوو برخو کې له ټاکلي مهال ویش سره سم روان دی.
د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې په یاد کلي کې د څه باندې ۳ زره مترو په اوږدوالي د موټرو د تګ او راتګ کانکریټي سړک په پاخه ډول جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۱۴۶۴ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۶۵۸۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. دغه سړک به په موقع سره مارکيټونو ته د ځايي بزګرانو د کرنیزو توکیو د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي چې له اړخه به یې د دوی اقتصاد پیاوړی شي.
