په میدان وردګو کې د ۱۵.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت دوې پراختیایي پروژو تړون لاسلیک شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۷
په میدان وردګو کې د ۱۵.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت دوې پراختیایي پروژو تړون لاسلیک شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د میدان وردګو ولایت د مرکز بهسودو ولسوالۍ په دواب سرعلوم او تګاب راموز سیمو کې د ۱۵.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پراختیایي پروژو تړون د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سرپرست رییس او د پراختیایي شوراګانو له استازو سره لاسلیک شول.

نوموړې پروژې د ١٧ مترو په اوږدوالي کانګریټي پل او ور سره ٦٥ متره استنادي دېوال، همدا راز د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو رسولو یوه پروژه، چې په لمریزې برېښنا هم سبماله ده تطبیق کیږي، چې کاریګرو ته به په سلګونو کاري ورځې رامنځته کړي.

د نوموړو پروژو د رغېدو وروسته به د یادې سیمې ٨٠٠ کورنۍ د مرکز بهسودو ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي او د اوبو رسولو پروژه به ٧٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS