په میدان وردګو کې د ١٥ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۸۴۲ متره کانال پاکولو چارې بشپړې شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت دایمیردادو ولسوالۍ په حاجیکې بخشک سیمه کې د یو کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې.
یاد کانال په درې پړاوونو کې د ٣٨٤٢ مترو اوږدوالي لرلو سره پاک شوی دی، چې په راتلونکې کې به تر ١٠٠٠ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه او په همدې اندازه د سیمې کرنیزې ځمکې د سیلابونو له خطرونو خوندي کړي.
پدې کانال د پراختیایي شورا له لس سلنې ونډې سره ټولې شا او خوا ١٥ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، د یادولو وړ ده، چې د دې کانال په پاکولو سره د سیمې اوسېدونکو ته ٣٦٠ کاري ورځې هم رامنځته شوې دې.
