په میدان وردګو کې د دوو کاریزونو د بیا جوړونې قرار داد لاسلیک شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په سیداباد کلي کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو کاریزونو د پاکارۍ او بیا جوړونې قرار داد د کلیو بیا رغونې او پرختیا سرپرست ریس او د سیمې د پراختیايي شورا ترمنځ لاسلیک شو.
نوموړې کاریزونه ۹۴۷ او ۳۰۷ مترو په اوږدوالي د یو کال په جریان کې به بشپړ شي، چې د سیمې ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنه شي.