په لوګر کې د ۳ پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۴:۱۱
لوگر

د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د ۳ پروژو د تطبیق چارې په لوګر ولایت کې پیل شوې. د دغو پروژو په لړ کې د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالي په خانانو او سورلنډي کلیو کې د ۴۴۲۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کاریزونو څاګانې او کانالونه پاک او په اساسي ډول رغول کیږي. د یادو پروژو د تطبیق پر مهال ۷۵۷۸ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې ۳۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي چې د سیمې ۲۷۰۹ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي. دغه پروژې له ملي بودیجې تمویل شوي او د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د ځايي پرمختیايي شوراګانو له لوري تطبیقیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS