په لوګر کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۹۵ متره اوږد کانال جوړیږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره د ۲۹۵ مترو په اوږدوالي د کانال چارې روانې دي. له دې کانال څخه به د کابل خېل بابوس کلي ۱۰۰ کورنۍ ګټه واخلي.
ددې ټولګټې پروژې په کاري بهیر کې به ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۱۸۹۷ کاري ورځې هم برابری شي.
د یادونې وړده، چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او ټرانسپورټ په سکتورونو کې ۳۳۲ پروژې پلي کیږي چې د سیمه والو په ژوند کې به ډېرې اسانتیاوې راولي.