په لوګر کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام د فعالیتونو لنډ راپور

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۰:۱۵
لوگر

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له 2015 زیږدیځ کال را پدیخوا د 213,595,277 افغانیو په ارزښت 39 عام المنفعه پروژې د لوګر ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې 25 دغه پروژې بشپړې او 14 نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي.
د دغو پروژو په لړ کې چې 23 یې له ملي بودیجې او 16 یې د نړیوال آسیايي بانک له لوري تمویل شوي 104,689 کاري ورځې رامنځته او 80,169 ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، ټرانسپورټي پلونه او سړکونه جوړ شویدي.
د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت خپل اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS