په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار روان دی

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۴۳
په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار روان دی

په لوګر ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار شا او خوا ۶۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ازرې ولسوالي په محبت خیلو کلي کې د ۳۶۸۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال په پنځو برخو کې جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۸۴۲۲ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۹۴۲۹ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به په سیمه کې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS