په لغمان کې د ۱۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار روان دی

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۱:۲۵
په لغمان کې د ۱۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار روان دی

د لغمان ولایت د کلیوبیارغونې اوپراختیاریاست د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ برنامې له خوا د ۱۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د مرکز اړوند د عمرزیو د سیمې د ۳۴۰ متره فرعي کانکریټي سړک او ۱۴۲۵ متره محافظوي دیوال د رغونې چارې روانې دي، نوموړې پروژې داړوندې سیمې د محلي پرمختیايي شورا له لورې د یوکال په موده کې په پاخه اواساسي ډول رغول کیږي چې د چارو په بشپړیدوسره به د سیمو اوسیدونکوته د تګ او راتګ پوره ا سانتیاوې برابرې شي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS