په لغمان کې د طبیعي پېښو له ۴۹ زيانمنو شويوکورنیوسره د نږدې ۲ سوه زره افغانیوپه ارزښت دغيرې خوراکي توکومرستې وشوې
د لغمان کلیوبیارغوني اوپراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ اود یونیسیف موسسې په مالي لګښت له ۴۹ داسې کورنیو سره چې طبیعي پیښو زیانمنې کړې وې د نږدې ۲ سوه زرو افغانیو په لګښت دغیرې خوراکي توکو مرستې وشوې
په دغو مرستو کې کمپلې ،ترپالونه ،داوبوبوشکې داوبوسطلونه ، اوهایجن کيټونه شامل وو.
ددې مرستو د ویش لپاره دلغمان ولایت د مقام دپریکړې پر اساس دبېړنیوپيښو دچمتوالي کمیسيون له لوري د مهترلام اړوند بېلابېلوسیمو کې سروې ترسره شوې وه.
