په فراه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۹:۲۴
فراه

د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله د فراه ولایت مرکز اړوند په همت آباد کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. په دغه پروژه کې د ۲۰ زره لیټره اوبو د ظرفیت په لرلو سره داوبو یوه زیرمه، یوه ژوره څاه، د اوبو سولري پمپ او احاطوي د یوال شامل دي چې ۳۰۰ کلیوالي کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS