په فاریاب کې له ۱۵۰ زیاتو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

mukhles_janan
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۴۳
فاریاب

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په یامچی‌ خانه کلي کې د۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ زره لیتره اوبو د ظرفیت په لرلو د اوبو ۳ زیرمې جوړې شوې، چې د یاد کلي له ۱۵۰ زیاتو کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي اسانتیا برابره کړه او څیرمه کلي هم ترې ګټه اخیستلی شي. ددې پروژې په چوکاټ کې د اوبو د تصفیه کولو د ستګاه، دوه خونې، یوه څاه او درې دانې ټرانسفارمرونه هم ځای شوي. د دې پروژې د جوړولو په بهیرکې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته لسګونه کاري ورځې برابرشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS