په فاریاب کې له ۱۵۰ زیاتو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په یامچی خانه کلي کې د۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ زره لیتره اوبو د ظرفیت په لرلو د اوبو ۳ زیرمې جوړې شوې، چې د یاد کلي له ۱۵۰ زیاتو کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي اسانتیا برابره کړه او څیرمه کلي هم ترې ګټه اخیستلی شي. ددې پروژې په چوکاټ کې د اوبو د تصفیه کولو د ستګاه، دوه خونې، یوه څاه او درې دانې ټرانسفارمرونه هم ځای شوي. د دې پروژې د جوړولو په بهیرکې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته لسګونه کاري ورځې برابرشوې.
