په غویي میاشت کې څه باندې ۲۲۱،۰۰۰ کسانو ته د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په اړه د عامه پوهاوي روزنې ورکړل شوې

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۲/۲۶ - ۱۱:۳۲
گزارش کرونا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام، د حفظ الصحوي کارمنانو لخوا د هېواد په اتو ولایتونو لکه بادغیس، بامیان، دایکنډي، هلمند، کندهار، پکتیکا، بدخشان او ننګرهار کې څه د پاسه (۲۲۱۰۰۰) کسانو ته له کرونا وژونکي ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه د عامه پوهاوي ټرېننګونه ورکړل شول.

د عامه پوهاوي په دغه ټریننګونو کې چې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام د ټولنې په مشرۍ د کاملې حفظ الحصې یا (سي‌اِل‌ټي‌اِس) د کارمنانو لخوا تطبیق شول، خلکو ته لارښوونې وشوې چې له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې لپاره خپلې حفظ‌الصحې ته جدي پاملرنه وکړي؛ لاسونه بیا بیا پرېمینځي، ټولنیز واټن مراعت کړي، له ګڼې ګوڼې لېرې و اوسي، ماسکونه وکاروي او د ټوخي یا پرنجي پرمهال خولې ته څنګل یا دستمال ونیسي.

په دې سربېره، د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام د اړیکو څانګې له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې لپاره دوه ویډیويي کلیپونه هم جوړ کړل چې د وزارت له پاڼې څخه نشر شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS