په غور کې د ۴۱۱ مترو په اوږدوالي د یو استنادي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په خرسنګ کلي کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۱۱ مترو په اوږدوالي د یوه محافظوي دیوال د جوړیدو کار ۸۵ سلنه مخکې تللی چې په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي.
د دې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ۱۳۲۳ کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې ۱۵۲۴ سیمه ییز وګړي ترې ګټه پورته کړي. یاده دې وي چې په دې محافظوي دیوال سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د هستوګڼې کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شي.
