په غور کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۴:۲۹
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۳ میلیون افغانی در غور

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په لکه مزار کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه د ۵۰ مترو مکعبه په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، فشار ماتونکي، د پمپ خونه، ۳۰ سولري ښیښې، د سولرونو محافظوي دیوال، څه باندې ۴ کیلو متره پایپ، نیټ ورک او ۱۸۰ نلکې لري.

یاده دې وي چې ددې پروژې په ترڅ کې ۳۱۰۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې، او تر بشپړتیا وروسته یې ۳۷۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS