په غور کې د ۳۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۴:۵۰
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۳۷.۵ میلیون افغانی در غور

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د غور ولایت د مرکز فیروز کوه اړوند په «شهرک مهاجرین» سیمه کې د ۳۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت سره چې بودجه یې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوه، د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په تکمیلېدو سره د شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په یاده پروژه کې د سرچینو او ذخیرو جوړول، د ۴۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د کورونو په داخل کې د ۱۵۵۰ نل‌بندانونو نصبول او ځینې نورې چارې شاملې وې.

ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۱۶۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS