په غور کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۱ پروژو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د جرمتون ولسوالۍ په مدرسه، تله ها، ګنده اب سفلی، ګنده اب علیا، ، ګنده اب وسطی، غالک، رضاها او دهن کلیو کې او د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په سفید ریګ نو اسمان، نو نیکه، ده پتاب، وته پور، نو اوتاق کلیو کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۱ پروژو کار پیل شو.
د صحي اوبو ۱۴ زیرمې، د چینو جوړښتونه، د چینو لپاره محافظوي دیوالونه جوړول، فشار ماتونکي، د پمپ اتاق، د سولرونو لګول، د سولر خونو احاطې، نلکې لګول او میټرونه او اړوند توکي یې له دغو پروژو دي.
د دې پروژو په ترڅ کې د د یادو سیمو خلکو ته ۲۱ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې ۱۷۱۷ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیا مومي.
