په غزني کې ۲۸ پراختیایي شورا ګانو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامی روغتیا وزارت د لارښوود له مخې په غزني ولایت کې د خوراکي توکو د کمیټې د جوړیدو او د کرونا ويروس په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو اود روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په برخوکې لازم پوهاوی ورکړل شو.
د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د خپلو کلیو په کچه له خلکو سره شریک کړي. ددې پروګرام په ترڅ کې تراوسه د خوراکي توکو د ویش ۱۰ کمیټې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخې د کارد پیل لپاره جوړې شویدي او د نورو کمیټو په جوړیدو کار روان دې. دغه کمیټې د پراختیایي شورا له فرعې کمیټو څخه چې په هغې کې ځوانان، زیانمنونکې برخه اوملا امامان شامل دي، جوړه شویده چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
