په سرپل کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د پروژې کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۶:۴۵
جریان کار ساخت یک دیوار محافظتی به ارزش ۵ میلیون افغانی در سرپل

په سرپل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د یاد ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه کنګره کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو د پروژې کار شپیته سلنه مخ ته تللی دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۹۸۴ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۳۷ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې زیاته کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS