په سرپل کې د۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دیوې شبکې کارروان دی
د کلیو بیا رغونې اوپراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري دسرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ ابخور کلي کې د۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دیوې شبکې کار ۸۰ سلنه پر مخ تللی دی.
دا شبکه په سولر پمپ سمباله ده او یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۶ فشار ضد زیرمې، ۳ فشار کمونکي والونه او ۵۱ نلکې لري او په بشپړیدو سره به ۷۵۱ کورنۍ دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
