په زابل کې د څه باندې ۲ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کاریز جوړ شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د زابل ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه ناصرانو کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کاریز او کرنیزو ځمکو ته د دغه کاریز د اوبو رسوونکی کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه کاریز د جوړولو پر مهال ۸۰۶ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۲۱۰ کسه ترې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد کاریز به نه یواځې د سیمې ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي بلکې کرنیزو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې به د دغو اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره ونیول شي.
