په روزګان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۷۰۰ متره سړک د کریړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ساتنې او څارنې د برنامې (MCCG) له لوري د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د محبت جنوبي کمپنۍ پراختیايي شورا له لوري د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۷۰۰ متره سړک د کریړولو او ۶۰۰ متره چریو د پخولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۳۴۸۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې، ۲۴۸ کورنۍ په مستقیم ډول د دې سړک له ګټو برخمنې شوې.
