په روزګان ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ متره اوسپنیز کانکریټي پل جوړیدو کار پیل شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۴:۸
په روزګان ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ متره اوسپنیز کانکریټي پل جوړیدو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په اب برده کلي کې د نږدې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ متره اوسپنیز کانکریټي پل او ۰.۹ کیلو متره نښلونکي سړک جوړولو کار پیل شو.

د دې پروژې په پلي کیدا سره اب برده، تالاني، مالیزي علیا او مالیزي سفلی کلي له ترینکوټ ښار سره ونښلول شي چې ۱۲۰۰ کورنۍ به په مستقیم ډول او ۲۵۰۰ کورنۍ به ترې په نا مستقیم ډول ګټه پورته کړي.

باید ووایو چې د دغه پل د جوړیدو په ترڅ کې به تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۴۵۰۰ کاري ورځې هم رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS