په خوست کې د ۳.۲ کیلو متره کانکریټي سړک جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۹:۲۳
په خوست کې د ۳.۲ کیلو متره کانکریټي سړک جوړولو کار روان دی

په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کانکریټي سړک د دویمې برخې د جوړولو کار ۲۵ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ګربزو ولسوالي په صحرا اکا کلي کې د ۳.۲ کیلومترو په اوږدوالي کانکریټي سړک د جوړیدو په حال کې دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۳۲۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۳۰۰۸ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به مارکیټونو ته د ځايي بزګرانو د کرهڼیزو حاصلاتو د لیږد په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کیدو تر څنګ د سیمې د بیلابیلو کلیو د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې هم مثبت اغیز وشیندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS