په خوست کې د سړک د جوړولو د پروژې کار روان دی

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۹:۲۳
خوست

په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو د پروژې کار ۱۸ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د تڼیو ولسوالۍ په حصارک کلي کې د ۱۲.۹۴ کیلو مترو په اوږدوالي سړک په دوو برخو کې په پاخه ډول جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۲۲۲۳۱ کاري ورځې رامنځته او د سیمې ۲۶۱۸۰ اوسیدونکي به له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې بیلابیل کلي یو له بل سره ونښلول شي او له دغه اړخه به د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ په لار کې ګڼ شمیر آسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS