په جوزجان ولايت کې د اوبو لګولو د يو کانال د جوړولو کار بشپړشو
د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نږدې ۲ مليونه افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو د يو کانال د جوړولو کار د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د مير شکارعليا کلي د پراختيايي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۱۵۰۰ متره اوږدوالي لري. د نوموړې پروژې د کار په بهير کې ماهرو او غيرو ماهرو کاريګروته ۱۱۰۰ کاري ورخې رامنځته شويدي او همدا اوس ۷۸ کورنۍ ترينه ګټه پورته کوي. د يادونې وړ ده چې دغه کانال د خلکو ۶۰۰ جريبه ځمکه خړوبوي.
