په تخار کې پر سپما ګروپونو د سپما بکسونه ووېشل شول

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۰:۵۳
توزیع صندوق برای گروپ‌های پس‌انداز برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی در تخار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت په مرکز تالقان او بهارک ولسوالۍ کې د ۵۵ پرمختیايي شوراګانو پر ۵۰۹ سپما ګروپونو د سپما کولو بکسونه او کتابونه ووېشل شول.

د وېشنې په دې مراسمو کې د تخار ولایت د ښځو چارو ریاست استازیو، د پروګرام ولایتي مسوولینو او یو شمېر محلي وګړیو ګډون کړی‌و.

د یادونې وړ ده، چې په تاسیس شويو ګروپونو کې ۵۵۰۸ تنه غړي شتون لري، چې د منظمو اوونیزو ناستو او داخلي سپما سره يې تر دې دمه له ۲۶۰ زرو افغانیو ډېره سپما کړې‌ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS