په تخار کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په نو اباد چغیان کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه ژوره څاه، ۵۰ متر مکعبه زیرمه، ۲۰ سولري تختې، ۱۸۵ نلکې او ۴۱۵۹ متره پایپ لري.
د دې پروژې په ترڅ کې د سیمې وسیدونکو ته سلګونه کاري ورځې رامنځ شوې وې چې په بشپړتیا سره یې ۳۰۰ کورنۍ او څه باندې ۴۰۰ زده کوونکي د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمن شول.
