په تخار کې د ۳۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۹:۶
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۳۵۰ خانواده در تخار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ په «نو آباد بالاحصار» کلي کې د ۴.۴ میلیونه افغانیوپه لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده شوې پروژه کې د یوې ژورې څاه کنیدل، د ۲۰ مترمکعبه یوې ذخیرې جوړول، د ۲۰ تختې سولرونو، څه باندې ۵ کیلومتره اوږدې شبکې، ۱۷۵ نلکواو داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې د تطبیق پرمهال د ځايي خلکو لپاره څه د پاسه ۳.۰۰۰کاري ورځې هم رامنځته شوې، او په تکمېلیدو سره یې شاخوا ۳۵۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS