په تخار کې د ۲۷۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۰:۲۵
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۲۷۰ خانواده در تخار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او په کلیوالي سیمو کې حفظ ‌الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ په بیش‌کپه فخرک کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې څاه کیندل، د یوې لوړې کانکرېټي زیرمې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د څه باندې ۴،۷۰۰ متره اوږدې شبکې غځول، د ۲۰ تختو سولرونو، ۱۳۰ نلکو او داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

چې ورسره د شاوخوا ۲۷۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۳،۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS